غروب

غروب

Byعبدالباري جهاني

Usually printed in 3 - 5 business days
د کتاب له مقدمې څخه: زما شعرونه معمولاً د وخت انعکاس وي، که مي د دې مجموعې او نورو پخوانیو مجموعو تر منځ کوم توپیر موجود وي، نو هغه به د موضوعاتو په خاطر وي، د دې مجموعې په سلو کي تر ۸۰ زیات شعرونه د پخواني حکومت د وروستیو شپو ورځو او د طالبانو د حکومت یا د افغانستان د اسلامي اِمارت د قدرت د وخت د شرایطو په باره کي دي. زما لکه چي خدای طالع داسي کړې ده، چي پخپل ټول ادبي ژوند کي له هر حکومت سره مخالف راغلی یم، دغه علت دی، چي په ژوند کي مي د هیڅ واکمن لپاره شعر نه دی لیکلی او چي هر څه مي هر وخت لیکلي دي؛ انتقادي بڼه یې درلودلې ده، له مخکني سقوط سوي حکومت څخه هیڅ ښه زړه نه لرم، هغه حکومت نه یوازي د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت بلل سوی وو، نه یوازي یې د نړۍ په سلو کي ۸۰ سلنه تریاک او هیرویین تولیدول او بهر ته صادرول؛ بلکې خودسري دونه زیاته سوې وه او د قدرت دونه جزیرې جوړي سوي وې، چي هيواد د تجزیې خواته روان وو، په ژوند کي مي د لومړي ځل لپاره په عامه مطبوعاتو کي له خلکو څخه د افغانستان د نامه پر ضد خبري واورېدلې او دا خبري دونه عامي سوي وې، چي خلکو ته یې اورېدل عادي ګرځېدلي وه، په دې باره کي زیاتي خبري به د لوستونکو وخت ضایع کړي. اوسنی رژیم د عصري تعلیم او تربیې دښمن دی، یعني د هيواد د ترقۍ دښمن دی او هیواد قهقرا ته بیایي، له ښځو سره یې خاصه دښمني پیل کړې ده، د نجونو د عصري تعلیم مخه یې نیولې ده او ایله اوس یې "د خاص اجتماعي ضرورت له مخي" د قابلو او نرسانو روزلو ته یو څه محدوده اجازه ورکړې ده، دا نظام په خلاصه توګه طالب شاهي او مُلاشاهي ده او د ټولني بل هیڅ قشر ته په قدرت کي د شریکېدلو حق نه ورکوي او علت به یې هم دا وي، چي دا اوسنی نظام اسلامي حکومت دی او په اسلام او د اسلام په تطبیقولو خو مُلا تر بل هر چا ښه پوهېږي، نو که زما د اوسنۍ مجموعې شعرونه د اوسني نظام په تاوان او پر ضد وي، نو عجیبه نه ده، ځکه چي دا زما د بدي طالع له امله پېښه ده، د دې حاضري مجموعې ژبه زما تر پخوانیو مجموعو یو څه تونده ده او یا زه داسي فکر کوم، تونده به وي، چي باید نه وای، خو څه چي مي لیکلي دي؛ هغه اوس لیکل سوي دي او بدي لا دا ده، چي ټول مخکي په مطبوعاتو کي خپاره سوي دي، اوس که زه و غواړم، چي ژبه یې نرمه کړم؛ هم نه سم کولای. ما غوښتل، چي د دې حاضري شعري ټولګي نوم « الوداع» کښېږدم، خو هارون حکیمي نه یوازي مخالفت راسره وکړ ؛بلکې نور ملګري یې هم راته و پارول او زما زامن او مېرمن یې هم په دې قانع کړل، چي ګویا الوداع ښه نوم نه دی او دا نوم د یأس او ناامیدۍ ترجماني کوي، زه پوهېږم، چي دغه نوم سم دی، خو کله چي ملګري او کورنۍ مخالفت درسره وکړي؛ بیا به نو څه کوې؟ نو ځکه مي نوم « غروب» ورته غوره کړ... خدای دي وکړي، چي شعرونه یې په لوستلو او کتاب یې په ساتلو و ارزي.

Details

Publication Date
Jul 22, 2024
Language
Pushto
Category
Poetry
Copyright
All Rights Reserved - Standard Copyright License
Contributors
By (author): عبدالباري جهاني

Specifications

Pages
387
Binding Type
Paperback Perfect Bound
Interior Color
Black & White
Dimensions
A5 (5.83 x 8.27 in / 148 x 210 mm)

Ratings & Reviews