کک او زرینه

کک او زرینه

Byعبدالغفور لېوال

Usually printed in 3 - 5 business days
دا د استاد عبدالغفور لېوال څلورمه لویه منظومه ده چې د تږیو ذوقونو تنده خړوبوي؛ "کک او زرینه" د وطن د تاریخ یو داسې باب په هنري ژبه را غبرګوي چې موږ د نن د جوړولو لپاره ترې الهام اخیستلای شو. دا منظومه د هغې جګړې هنري منظر د لوستونکیو مخ ته ږدي چې ډېره وړاندې د ساکانو او پارتیانو ترمنځ د هیرمند سیند د اوبو پر سر پېښه شوې وه؛ پارتیانو غوښتل چې د هیرمند بند ونړوي او ساکانو د خپلو اوبو او خپلې آبرو د دفاع لپاره جنګ کاوۀ. عجیبه دا ده چې څو پېړۍ وروسته هم د هغې جګړې منطق او هویت نه دی بدل شوی؛ توپیر یوازې دومره دی چې هلته زموږ ګاونډیانو زموږ بندونه د جنګ په کلاسیکو وسایلو او پیلانو نړول مګر نن یې د جنګ په معاصرو وسایلو لکه ایډیولوژي او تروریزم نړوي؛ ډېره عجیبه دا ده چې موږ څو پېړۍ وړاندې دومره پیاوړی ملي شعور درلود چې د ملي شتمنیو د ساتنې په پار مو قربانۍ ورکولې او خپل ملي نوامیس مو له پردیو ساتل، مګر د علم او شعور په زمانه کې مو شکست وخوړ؛ هغوی چې په پیلانو یې نشوو ماتولای، په سیاست یې مات کړو؛ د پیلانو پر ځای یې راپسې زموږ وروڼه او زامن را ولېږل او زموږ بندونه یې پرې والوزول. دا شهکاره منظومه به درته ووایي چې نور خلک څنګه د خپلو ملي ګټو لپاره جنګېږي او څنګه یې خپل ټول انساني عواطف او غرایز له ملي ګټو سره غوټه کړي دي؟ د منظومې قهرمانه او ملکه د یوې هوښیارې طبیبې په څېر د یو تارک دونیا او زړه ماتي اتل نبض نیسي او هغه ته د ملي شعور داسې سوز او حرارت ور لېږدوي چې په پای کې د ملي جګړې په یوه لوی اتل بدلېږي. کک او زرینه د مینې، حماسې، سیاست، فکر، هنر او عواطفو داسې امتزاج دی چې زموږ په معاصرو هنري ادبیاتو کې به یې بیلګه کمه پیدا شي. د دې منظومې حساس شاعر د لوی کره کتونکي رضا براهني په قول په یوه وخت د تاریخ، جغرافیې، ټولنې، هنر.... پر وړاندې څلور پنځه مسئولیتونه ادا کړي دي. په "کک او زرینه" کې جنګ او مینه دواړه په ډېر هنري متانت انځور شوي دي؛ داسې لکه شاعر چې په لوستونکي د "شهنامې" او "خمسۀ نظامی" د هنري لذتونو له امتزاجه را پیدا شوی خوند په یوه ځای څکل غواړي. دا زموږ لپاره ویاړ دی چې د خپل خپرنیز سفر په لړ کې د "کک او زرینه" په څېر شهکار هنري اثار خپروو او په دې توګه د روان خپرنیز ابتذال پر وړاندې د ایډیال هنر او ذوق په ننګه درېږو. نور نو دا تاسې او دا "کک او زرینه"! درنښت سروش کتابپلورنځی

Details

Publication Date
May 26, 2024
Language
Pushto
ISBN
9781304575463
Category
Poetry
Copyright
All Rights Reserved - Standard Copyright License
Contributors
By (author): عبدالغفور لېوال

Specifications

Pages
116
Binding Type
Paperback Perfect Bound
Interior Color
Black & White
Dimensions
A5 (5.83 x 8.27 in / 148 x 210 mm)

Ratings & Reviews