ولي دغه کتاب؟ څنګه دغه کتاب؟
د دې کتاب فکري انګېزه: په لومړي ګام کې دې ډول پوښتنو ته د ځواب موندلو یوه هڅه ده، بلخوا مې د خپل مسلکي واجب، تر څنګ یې د شخصي ژوند او رسمي ماموریتونو په لړ کې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته د سفرونو او تجاربو له مخي راټوکېدلې درک دېته وهڅولم چې خپل مافي شعور په پاڼو کې راوپنځوم، مګر عمده او بنسټیزانګیزه دا ده چې ولي افغان دولتونو په دومره کلونو کې، بلکې په دومره ضایع شویو لسیزو کې زموږ فقر او پسماندګۍ ته یوه بنیادي او بنسټیزه چاره نده پیدا نکړې؟ ولې د ښارونو رڼا او پرمختګ تر کلیو او بانډو ونه رسېد...؟ دلته دولتونه موجود وو، دلته تر ټولو ډېر هغه نړیوال زبرځواکونه (انګریز، شوروي اتحاد او امریکا) افغانستان ته راغلي چې د نړۍ د پرمختګ دعوای یي کوله، اما د دوی له حضور څخه زموږ په ژوند، اقتصاد، فکر او شعور کې لاهم هغه مطلوب بدلون ندی راغلی چې کم له کمه موږ ته یي د رفاه، سوکالۍ، پرمختګ، بیدارۍ او له یرغلونو د نجات او خوندیتوب لاره راښودلې وای، تر لویو یرغلونو وروسته بیا هم موږ زده نکړل
د کتاب لیکدود او ادبي جوړښت: معمولاً زه آسانه پښتو کاروم، داسي پښتو چې ملا او عامي، مشرقیوال، پکتیاوال او کندهاري پښتانه پرې برابر د مالکېت احساس وکړي، حتی پاړسیوان هم، ځکه مې په متني کتنې کې په وار وار تخنیکي کلمات او مصطلحات مې خدای (ج) وس بېرته آسانه کړي دي، ډېر کله له هغو مروجو کلماتو کار اخلم کوم چې په پښتو او دري کې یې استعمال معمول شوی... زه د معارف وزارت له تجربې دې نتیجې ته رسېدلی یم چې مخاطبین او لوستونکي مو ساده املا او آسانه ادبیاتو ته ضرورت او اړتیا لري... هغه کلمات چې زموږ د نورو ژبو له وطنوالو سره مشترک دي هغه خو قصداً هم ډېر کاروم، د کلماتو اشتراک خپلمنځي صمیمیت او قرابت لاډېروي، نو یې ولي ونه کاروو!
د کتاب هدفي جوړښت: اصلاً دغه کتاب دولت ته د اقتصادي برنامو (پروګرامونو) د عملي بېلګو وړاندې کول دي، دا یو څو نسبي طرحې او پروګرامونه دي چې غني کېدو ته ضرورت او اړتیا لري، دا مهمه نده چې دولتي حاکمیت په چا پوري اړه لري او د کوم فکر خاوندان پر واک قابو دي، مګر دا مهمه ده چې دغه محتوا او منځپانګه د افغانستان او ددې وطن د وګړو په ژوند کې یو مثبت او تدریجي بدلون ته د مساعدیدو وسیله شي، نو دا را ټولې شوې طرحې د وطن لپاره دي او د دولتونو د مشروع اقتدار او ځواکمنتیا لپاره.
Details
- Publication Date
- Jan 11, 2025
- Language
- Pushto
- Category
- Social Science
- Copyright
- All Rights Reserved - Standard Copyright License
- Contributors
- By (author): محمدآصف ننګ
Specifications
- Pages
- 232
- Binding Type
- Paperback Perfect Bound
- Interior Color
- Black & White
- Dimensions
- US Trade (6 x 9 in / 152 x 229 mm)