بې له سانسوره د افغانستان سقوط

بې له سانسوره د افغانستان سقوط

Byمحمد عمر داودزی

Usually printed in 3 - 5 business days
ولې خاطرې لیکم؟ کله چې د ولسمشر کرزي دفتر رییس وم، په سختۍ سره مې کولی شوای چې ماښام اته بجې کور ته ځان ورسوم. که به ورسېدم پر ملي راډیو ټلوېزیون به مې د ماښام اته بجې خبرونه کتل، څو پوه شم چې د حکومت په نورو برخو کې څه روان دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د فعالیتونو خبري پوښښ لیدلو پر مهال جې د ملامتۍ کوم احساس راته پیدا کېده، اوس مې هم په یاد دی. عموماً به خبرونه سانسورېدل او حقیقت به تر خوندورو سرټکو لاندې پټ کړای شوی و. مګر زه د حکومت د رسمي رسنۍ ملي راډیو ټلوېزیون د خبرونو پروډیوسران نه ملامتوم، ځکه دوی یوازې هغه څه خپرول چې ورته لېږل کېدل. له ما سره تل د خپل هېواد په وړاندې د مسوولیت فکر و او له ځان سره مې ژمنه کړې وه چې یوه ورځ به حقایق له ملت سره شریکوم. له همدې وجهې مې د ټولو هغه غونډو لیکلي یادښتونه ساتلي چې ما پکې ګډون کاوه. د دې یادښتونو ځینې برخې زما د دفتر له لوري راټولېدې او د ولسمشرۍ په ارشیف کې خوندي ساتل کېدلې، خو تر کومه ځایه چې د متنازعو یادښتونو خبره ده، هغه ما په کور کې په دې موخه ساتل چې یوه ورځ به یې د خپل هېواد له وګړو سره شریکوم. دا ورځ را رسېدلې ده.

Details

Publication Date
Aug 22, 2024
Language
Pushto
Category
Social Science
Copyright
All Rights Reserved - Standard Copyright License
Contributors
By (author): محمد عمر داودزی

Specifications

Pages
584
Binding Type
Paperback Perfect Bound
Interior Color
Black & White
Dimensions
Digest (5.5 x 8.5 in / 140 x 216 mm)

Ratings & Reviews